راسئ په کار کي غوره‌ توب وکړو

د خدای جل جلاله په ټولو مخلوقاتو کي کمال او غوره توب له ورایه ښکاره او څرکند دئ. له واړه مېږي نیولې په لمر، سپوږمۍ، ستورو، ورځ، شپه، ونو او نورو کي چي څونده کمال او غوره توب دئ، انسان په يوويشتمي پېړۍ کي ورته عاجز او ورڅخه بې برخي دئ.  
د شاتو موچۍ گورئ، چي څومره منظم او ښايسته كور ځان ته جوړوي، داسي منظم كور چي د نړۍ ستر مهندسين ئې په ډېرو مجهزو وسائلو هم له جوړولو عاجز دي،  همداسي مېږى يوه وړه حشره ده، چي ژوند ئې و موږته د توحيد، خداى پېژندني، غوره توب او کمال  درس راکوي.
 وني په څونده غوره توب او کمال سره شپه او ورځ په كار بوختي وي، زيار باسي، مضر گازونه جذبوي او زموږ د اړتيا وړ اكسيجن توليدوي، د مځكي له خاورو په خپلو نازكو جرړو سره هغه حياتي مواد جذبوي چي موږ ورته ضرورت لرو او د لمر د وړانگو په مرسته له دغو موادو موږته ښايسته او خوندوري مېوې جوړوي.
الله جل جلاله چي څونده په کمال او غوره توب سره د هرڅه تخليق کړی همداسي د خپلو بندګانو څخه غواړي چي په کمال او غوره توب سره خپل هر کار تر سره کړي.
راسئ موږ هم  تر هرڅه وړاندي خپل ګرېوان قاضي کړو،  په خپل مأموريت كي يوه شېبه ځنډ او لټي ونه کړو او نه يوه ذره سرغړاوى او عصيان، مادي ګټي شاته کړو، يوازي خدای، اولس او هيواد په نظر کي ونيسو، له هغه توجیهاتو تېرسو، چي په هرڅه کې د لټولو هڅه کوو، له انجينره نيولې تر ډاکټره او له وارداتو نيولې تر صادراتو په هرڅه کي غوره او د کمال څښتنان و اوسو، چي په دې سره به مو نه خدای جل جلاله، نه اولس او نه هيواد دا کار ضایع کړي، بلکي دا او هغه نړۍ به مو هم ورسره غوره سی. لکه الله جل جلاله چي فرمايي: موږ د هغه چا اجر نه ضايع كوو چي د عمل له مخي ښه وي. دوى هغه وگړي دي، چي داسي تلپاته جنتونه به ئې په برخه وي چي ترې لاندي ويالې بهېږي، د سرو زرو په لاس وندو به سينگار كړاى سي او د نريو او پرېړو ورېښمو شنې جامي به اغوندي په داسي حال كي چي پر تختونو به تكيه كوونكي وي، څومره غوره ثواب او ښايسته تكيه ځى.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق