د صنعت او سوداګرۍ ملاتړ د مالیې وزارت لومړیتوب دئ

صنعت او سوداګري د هیوادونو د اقتصادي خوځښت څرخ او له دې لاري د دولتونو د ملي عوایدو را ټولېدو غني او لومړنۍ سرچینه ده. هغه هیوادونه چي د صنعت او سوداګرۍ ملاتړ کوي، اسانتیاوي ورته برابروي او اسانه او روښانه قوانین ورته جوړوي، په دې معنی چي د خپل هیواد اقتصاد ته انرژي ورکوي او د پیاوړتیا لپاره یې کوټلي ګامونه پورته او پرمخ کي پرتې ستونزي له منځه وړي.
اسلامي امارت خاصتآ د مالیې وزارت د صنعت او سوداګرۍ په برخه کي د اسانتیاوو رامنځته کولو، اقتصادي ودي او د هیواد پرمختګ ته له ټولو ممکنو لارو کار اخلي او په دې برخه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي. همدا وو چي د مالیې وزارت له لوري پر سوداګرو او صنعت کارانو د ټولو مالي جرایمو د معافیت غونډه چي موخه یې د سوداګرو او صنعتکارانو څخه ملاتړ او دوی ته د اسانتیاوو برابرول وو د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کي ترسره سوه.
په دې غونډه کي د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري په ګډون نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو، صنعت کارانو او سوداګرو ګډون کړی وو. د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د مالیې وزارت او اسلامي امارت په استازولۍ له سوداګرو او صنعت کارانو خپل ملاتړ څرګند کړ او دوی ته یې د هر راز مرستو او استانتیاوو برابرولو ژمنه ورکړه.
دوی پر سوداګرو او صنعت کارانو ږغ وکړ چي ملي بودیجه او د هیواد ځان بسیاینه ستاسو پرمټو پیاوړي کېږي نو اړینه ده، تر څو مالیات په رڼه توګه راټول سي او په دې برخه کي سوداګر له فشار سره مخ نه سي او سره له دې چي د سوداګرو پرمخ ټولي دروازې پرانیستي دي، امنیت یې خوندي دئ، خو بیا هم د دوی لپاره لا ډیرو اسانتیاوو او امکاناتو برابرولو ته اړتیا ده.
د مالیې وزارت مسؤلینو او سوداګرو پر سوداګرو او صنعتکارنو د مالي جرایمو د معافیت له امله د دې وزارت د رهبرۍ له هڅو څخه مننه وکړه او په وينا یې، چي د مالیاتي جرایمو معافیت د قانون د پلي کولو لپاره نه دئ، بلکي د سوداګرو لپاره د اسانتیا رامنځته کولو په موخه دئ؛ نو مالیه ورکوونکي هم باید خپله مالیه پر ټاکلې موده او سمه توګه ورکړي.
مالیې وزارت د سوداګرو لپاره لازمي اسانتیاوي رامنځته کړي او که چېرته سوداګر وغواړي نو دغه وزارت به ورته کاري موده تر ۲۴ ساعتونو هم وغځوي او کومي جریمې چي له سوداګرو څخه په ګمرکونو کي اخیستل سوي، د مستوفیتونو په امانت حساب کي ټولي سوي، دا چي اوس جریمې معاف دي له اصولو سره سم به بیرته سوداګرو ته ورکړل سي. نو دغه معافیت باید د دې وسیله سي، تر څو ټول مالیه ورکوونکي مالیه پر خپل وخت ورکړي او ورسره د سوداګرۍ د ودي اړین فرصتونه برابر سي.
له دغه اقدام څخه داسي برېښې چي د سیمي په کچه افغانستان یوازځینی هیواد دئ چي د سوداګرو د اسانتیاوو په موخه یې ټول مالي جرایم معاف کړل، دا چي مالیات ولس ته د خدمتونو وړاندي کولو په موخه اخیستل کیږي او د همدې کمو مالیاتو په وسیله د هیواد اقتصادي خوځښت غښتلی کیږي.
د سوداګرو او صنعت کارانو ملاتړ او د مالي جریمو معافیت د یو هيواد لپاره خورا مهم ارزښت لري او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د مالیاتي جرایمو معافیت ستر او د ستایني وړ ګام دئ او هیله ده چي د هيواد ټول سوداګر هم د مالیې د ورکړي په برخه کي بشپړه همکاري وکړي.   
له اسلامي امارت څخه د ملي سوداګرو او صنعت کارانو ښه همکاري او پر وخت د مالیې ورکړي ځیني خصوصي شرکتونه د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو له لوري په ستاینلیکونو ونازول سول او دا ستاینه د دې ښکارندویي کوي، چي اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د مالیې وزارت د غوره مالیه ورکوونکو ستاینه کوي او په ټوله کې د صنعت او سوداګرۍ سکټورونو ته د لا امکاناتو او اسانتیاوو برابرولو هوډ لري.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق