د سیمي هیوادونه به له موږ سره کور او کلی وي

سوداګري او راکړه ورکړه د خلکو د اړتیاوو او ژوند د روان ساتلو لپاره امکانات او اړین توکي چمتو کوي. په دې برخه کي له ګاونډیو، د سیمي او نورو هیوادونو سره د ګمرکونو شتون او فعالیت د دغو ټولو چارو تضمین، تحقق او قانوني پړاوونه تطبیق او تبادله کوي او په ورته مهال کي د تړلو اړخونو ترمنځ د ارتباطي پولو رول لري. اوس هیوادونه د دغو چارو د اسانولو او معیاري کولو لپاره له ټولو ممکنو امکاناتو، تجهیزاتو او اسانتیاوو کار اخلي. سوداګر او دولتونه یو بل ته لاس سره ورکوي او په اشتراکي ډول نوي او پر نړیوالو اصولو برابر ګامونه پورته کوي.
اسلامي امارت دغه انډولونه او د غوره اړیکو تعامل تر بل هر وخت ښه درک کوي او د ټولو نړیوالو قوانینو په اصولو او رڼا کي ورته ژمن دئ. په همدې موخه او په ځآنګړې توګه د هیواد او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته په ګمرکونو کي د لازمو او اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرۍ پراختیا ته لومړیتوب ورکوي. په ګمرکونو کي سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو او اړینو اسانتیاوو رامنځته کول، نه یوازي دا چي د هیواد په اقتصادي پیاوړتیا، د سوداګرو لېوالتیا او د یوه ځان بسیا افغانستان زېری دئ، بلکي په ډېر نږدې راتلونکي کي به افغانستان د ګاونډیو، سیمي او نړیوالو هیوادونو د سوداګرۍ، راکړي ورکړي او په ټوله کي د وصل  نقطه وي، چي هم به له یادو هیوادونو سره کور او کلی یوو او هم د ذکر سوو هیوادونو په منځه کي ان شاالله په یوه نړیوال بازار بدل سو. دا یادونه مي ځکه وکړه، چي غواړم د اسلامي امارت له راتګ را وروسته د سوداګرۍ کچه، د محمولو تګ راتګ او د سیمي له هیوادونو سره راکړه ورکړه په مقایسوي بڼه روښانه کړو.
د مالیې وزارت له لوري په ګمرکونو کي سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو، د کاري ساعتونو په زیاتېدلو، د بهرني ټرانزیټ زماني مودې په زیاتېدو او په هيواد کي د سراسري امنیت په پایله کي د افغانستان له خاوري څخه په بهرني ټرانزیټ کي د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی او دارنګه ورځ تر بلي د سوداګرۍ او بهرنیوغوره اړیکو په پراخېدو سره دغه ارقام مخ په زیاتېدو روان دي.
د ۱۳۹۹ هـ ل کال په لومړیو ۷ میاشتو کي د افغانستان له خاروې څخه (۲۴۸۹) محمولې تېري سوي دي چي (۷۸۳۴۴) ټنه وزن یې لېږدولی.
د ۱۴۰۰ هـ ل کال په لومړیو ۷ میاشتو کي د افغانستان له خاروي څخه (۷۳۱۷) محمولې تېري سوي چي (۲۲۹۰۱۶ ) ټنه وزن یې درلوده او د ۱۳۹۹ کال په پرتله ۱۹۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
د ۱۴۰۱ هـ ل کال په لومړیو ۷ میاشتو کي د افغانستان له خاوري څخه (۲۶۹۸۰) محمولې تېري سوي چي (۹۱۳۶۴۴) ټنه وزن یې درلوده او د پخوا په پرتله ۲۶۹ سلنه په محمولو کي زیاتوالی او ۲۹۹ سلنه په وزن کي زیاتوالی ښيي.
دغه ټرانزيټي مالونه بېلابیلو ګاونډیو هیوادونو ته لیږدول سوي چي ستره برخه یې پاکستان، تاجکستان او ازبکستان هيوادونه دي. د دې ترڅنګ په تېرو څو اونیو کي له چین هیواد څخه هم سوداګریزه د رېل ګاډۍ محموله هیواد ته را ورسېده او د رېل ګاډۍ پټلۍ د پراخولو او وصلولو په برخه کي هم د سیمي له هیوادونو سره په چټکۍ کارونه روان دي. یوه بله بېلګه له هندوستان هیواد سره د هوایي دهلیز له لاري د نوي باب بیا پرانیستنه ده او په راتلونکي کي به لا وده او پراخوالی ومومي. له دې او نورو ورته ګامونو پورته کولو سره به موږ له ټولو هیوادونو سره نږدې پاته سو او د اقتصادي پرمختګ او ځان بسیایني دروازې به پرانیزو.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق