د ګمرکونو لوی ریاست د روان کال نولسمه اداري ناسته وسوه!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د روان (۱۴۰۳) کال نولسمه اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي وسوه، چي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر آمرینو ګډون پکښې کړی وو.
په دې ناسته کي د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کي پر سته ستونزو او حل لارو، د ګمرکونو او عوایدو د همغږۍ ناستي د پرېکړو د پلي کېدو پر څرنګوالي، د سوداګریزو شرکتونو له لوري د راوړل سویو کانټینرونو په بیرته صادرولو، د ګمرکونو لوی ریاست د ورځنیو چارو پر لا ښه والي، په ګمرکونو کي د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو پر حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې