د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي یوه اندازه تاریخ تېر او ممنوعه توکي وسوځول سول !

د چنګاښ ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۸) ټنه تاریخ تېر او ممنوعه توکي، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي ئې شتون درلود، د اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په حضور کي وسوځول سول.
د یادولو ده، چي یاد تاریخ تېر توکي یوه اندازه ئې په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل سوي ول او یوه اندازه ئې له بهرنیو هیوادونو څخه تاریخ تېر را وارد سوي ول، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي ساتل کېدل.