د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي یوه اندازه تاریخ تېر خوراکي توکي وسوځول سول!

د زمري ۵مه ۱۴۰۴هـ.ل
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۱۷،۵) ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي ئې شتون درلود، د اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په حضور کي وسوځول سول.
د یادولو ده، چي د دغو توکو یوه اندازه ئې په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل سوي ول او یوه اندازه نور ئې له بهرنیو هیوادونو څخه تاریخ تېر را وارد سوي ول، چي د ګمرک په هنګرونو کي ساتل کېدل.