د کورنۍ پلټنې لوی رئیس د امارتي املاکو لوی ریاست د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل
د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په اړونده کاري برخه کې د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه د امارتي املاکو له لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني او د دغه ریاست له اړوندو رئسیانو او آمرینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کورنۍ پلټنې لوی رئیس د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د پلټنې په اهمیت او همدارنګه د پلټونکو له لوري د ورکړل شویو اصلاحي سپارښتنو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.
دواړو لوریو د امارتي املاکو او کورنۍ پلټنې لویو ریاستونو ترمنځ پر ښې همغږۍ، د کاري پروسو پر اصلاح او د امارتي ملکیتونو د ساتنې لپاره په ګډو هڅو ټینګار وکړ. همدارنګه د کورنۍ پلټنې لوی ریاست تخنیکي ټیم د امارتي املاکو لوی ریاست له پلاوي سره د امارتي املاکو د پلټنو ځینې مهمې موندنې شریکي کړې، چې د یاد ریاست له لوري یې په اړه د لازمو ګامونو پورته کولو ډاډ ورکړل شو.
