رئیس عمومی تفتیش داخلی از ولایات هرات و بادغیس دیدار کرد

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ د دې ریاست یو پلاوي د چارو د کتني او ارزوني په موخه د هرات ولایت مستوفیت او د دې ولایت اړوند د اسلام کلا او تورغونډۍ ګمرکونو او همدارنګه د بادغیس ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
د کورنۍ پلټني لوی رئیس وویل: د مالیې وزارت مشرتابه د حکم پر بنسټ د پلټني سپارښتنو د تطبیق د څار په موخه د کورنۍ پلټني لوی ریاست په چوکاټ کي یوه باصلاحیته کمیټه رامنځته سوې، چي په دوامداره توګه به د پلټونکو له لوري د ورکړل سوو سپارښتنو تطبیق څاري او د نه تطبیق په صورت کي به موضوع د وزارت مقام سره شریک کوي، نو پر همدې اساس ادارې مکلفي دي چي د پلټني سپارښتني تطبیق او د وزارت مقام سره ئې راپور شریک کړي.

د یادوني وړ ده، چي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یادو ولایتونو د مسئولینو کاري راپورونه، ستونزي او غوښتني واورېدې او ډاډ ورکړ، چي د دوی ستونزي او غوښتني به ډیر ژر د مالیې وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړي.