د کابل ولایت د تېلو او ګازو عمده پلورونکو سره مشورتي ناسته وسوه!
د لېندۍ ۵مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ، د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د کابل ولایت د تېلو او ګازو له عمده پلورونکو سره مشورتي ناسته وسوه.
په دې ناسته کي د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس، د حقوقي اسنادو د چمتو کولو آمر، د عوایدو لوی ریاست مشاورینو او د کابل ولایت د تېلو او ګازو عمده پلورونکو ګډون درلود.
په دغه ناسته کي د مالیه ور کوونکو پر مکلفیتونو، د اسلامي امارت له بیا وکمنېدو څخه را وروسته د تېلو او ګازو په مالیاتو کي د رامنځته سویو تخفیفونو او سهولتونو، سته ستونزو او پر دوه اړخیزو ګډو همکاریو خبري وسوې.
په ناسته کي د تېلو او ګازو د ثابتې مالیې اړوند د کابل ولایت د تېلو او کازو د عمده پلورونکو غوښتني او مالیاتي ستونزي واورېدل سوې او ډاډ ور کول سو، چي د مالیاتو په برخه کي به لازمي اسانتیاوي او سهولتونه رامنځته سي، تر څو یاد عمده پلورونکي خپل مالیاتي مکلفیتونه په پوره امانتدارۍ سره ادا کړي
