د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول
د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه ښوونیز پروګرامونه پیل سول.
په یادو پروګرامونو کي به د تجربه لرونکو استادانو له لوري د مستوفیتونو کارکوونکو ته د مالیاتي قوانینو، د سيکټاس سیسټم د مؤثري کاروني او نورو مسلکي موضوعاتو اړوند عملي او نظري زده کړي ورکړل سي.
یاد روزنیزي پروګرامونه به (۲۳) ورځي دوام وکړي، چي د دواړو مستوفیتونو د (۵۶) تنو کارکوونکو، اداري او کاري ظرفیت به ورسره لوړ سي.
هېره دي نه وي، چي د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمي له خپل تدریسي پلان سره سم، د مالیاتي او ګمرکي ادارو د کارکونکو د کاري وړتیاوو لوړولو په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه ترسره کوي.
