سیمینار آگاهی دهی به منظور صرفه جویی و تحفظ انرژی برگزار گردید
د افغانستان برېښنا شرکت د دولتي کارکوونکو لپاره (د انرژۍ د سپما او ساتني) تر عنوان لاندي د مالیې وزارت په خیبرهال کي یو ورځنی سمینار وړاندي کړ.
د دغه سمینار په پیل کي د برېښنا شرکت د انرژۍ د مثمریت برخي انجینر فرهاد نوابي د مالیې وزارت له همکارانو څخه د منني ترڅنګ د انرژۍ په منابعو او د هيواد په اقتصاد کي یې پر رول خبري اتري وکړې. وروسته بیا د انرژۍ د سپما او ساتني په موخه د عامه پوهاوي سمینار په ترڅ کي د اسلام له نظره پر سپما او ساتني، د انرژۍ د سپما او ساتني پر ارزښت، د هيواد د انرژۍ سکټور پر وضعیت، د انرژۍ د سپما او ساتني پر لارو، د انرژۍ پر ډولونو، د روښنایي لپاره کارېدونکو څراغونو پر ډولونو، له برېښنایي وسایلو څخه د ګټي اخیستنې پر څرنګوالي او نورو اړوندو مسایلو په اړه سمینار وړاندي سو.
د سمینار په پای کي د ګډونوال پوښتنو ته د ځواب ویلو ترڅنګ، له دوی وغوښتل سول، چي د انرژۍ د سپما او ساتني په برخه کي د افغانستان د برېښنا شرکت سره همکاري وکړي او د هیواد د اقتصادې پرمختګ په برخه کي خپل مسئولیت ترسره کړي.