په کندهار ولایت کې د مالیاتي شخړو د حل بورد عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه

د مالیاتي شخړو د حل بورد عامه پوهاوي غونډو په لړ کې د لړم میاشتې په ۲۶مه نیټه د مالیاتي شخړو د حل پروسې د پیژندنی تر عنوان لاندې په کندهار ولایت کې د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونی، صنایع او معادن، د ښځو د سوداګرۍ او صنایع، د کسبګرو او د کرنې خونو استازو ګډون کړې و چې موخه یې د مالیاتي شخړو د حل پروسې په هکله د مالیه ورکوونکو د پوهاوي کچې لوړول وو.
په پیل کې د کندهار ولایت مستوفي ښاغلي عبدالغفور ظاهر د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې مالیاتي قوانینو مالیه ورکوونکو ته حق ورکړی چې په مالیاتي پریکړو کې د نه قناعت په صورت کې د مالیاتي شخړو د حل بورډ ته خپل اعتراض وړاندې کړي څو د یادو قوانینو په رڼا کې ورته رسیدنه وشي.
د مالیاتي شخړو د حل بورډ غړي ښاغلي نصرالله دراني د خصوصي سکټور له استازو څخه مننه وکړه چې په غونډه کې یې ګډون کړې نوموړي وویل چې ماليه ورکوونکي د دې تر څنګ چي مکلفيتونه لري، حقوق هم لري. د دغه حقونه چي په قوانينو کي تسجيل شوي دي، د تحقق په موخه د افغانستان حکومت د مالیاتي شخړو د حل په پروسه کې د روڼتیا رامنځته کولو، د مالیه ورکوونکو د باور د لاسته راوړلو او اطاعت منلو د کچې لوړولو په موخه د مالیاتي شخړود حل بورډ د مالیې وزارات تر چتر لاندې په خپلواک او بی پري ډول رامنځته کړې، چې د مالیاتي سیسټم ښه والي او د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ لپاره یو مهم ګام دی.
وروسته د خصوصي سکټور استازو خبرې وکړې او د بورډ جوړولو له امله یې د مالیې وزارت څخه مننه وکړه دوی د یاد بورډ جوړول د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره مهم یاد کړ.

په پای کې د مالیاتي شخړو د حل پروسې د څرنګوالي او مالیاتي اعتراضونو ته د رسیدنې ډول او ګړنلارې په هکله پریزینټیشن د غونډی ګډونوالو ته وړاندې شو.
د یادولو وړ ده، چې مالیه ورکوونکې د مالیاتي چارو د اداری قانون د ۱۲ مادی پر بنسټ حق لري که چېری د مالیاتي ادارې په مالیاتي پریکړو قناعت ونلري کولای شي چې د ۳۰ ورځو په موده کې د مالیاتي شخړو د حل بورد ته خپل اعتراض وړاندې کړي.