د روان کال د غویي میاشت کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو چارو تخنیکي ارزونه وسوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۶:۵۳
خبر

د روان کال د غویي په میاشت کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین (ملا عبد القاهر ادریس) په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کي د ویډیو کنفرانس له لاري جوړه سوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او رئیسانو، د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې قوماندان او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته ئې سپارښتنه ورکړه، چي د مثبتو پایلو تر لاسه کولو لپاره باید خپلو اړوندو مسؤلیتونو په جدي ډول پاملرنه وکړي او کوم هدایات چي د مرکز له لوري ورکول کېږي په غور سره ئې واوري او پلي ئې کړي.
له اجنډا سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس (محمد وسیم عثمان) له لوري د روان مالي کال د غویي په میاشت کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همدا راز په دې موده کي د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي تر سره سوې سوداګري، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه ئې غونډې ته بشپړ معلومات وړاندي کړل.
د غونډي ګډونوالو د یاد راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره ئې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سلا مشورې ورکړې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کي د شته ستونزو یادونه وکړه، چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبري له لوري د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل سو.
د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې قوماندان هم په امنیتي برخه کي د چارو د لا ښه والي په موخه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سلا مشورې ورکړې.

خبر

په پای کي د ګمرکونو لوی رئیس په تضمین سره د سوداګریزو توکو د ترخیص، اسلامي اصولو په رڼا کي د کارکونکو د سیرت او صورت د جوړېدو، په خپل وخت سره د ترخیص سوو توکو د ګمرکي سندونو د نظارت او بررسۍ، د هغو اشخاصو پېژندنه چي په خپلو جوازونو کمېشنکاري کوي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته اړیني سپارښتني وکړې.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۳۳
Background image

بورد حل منازعات مالیاتی در ربع چهارم سال گذشته به (۲۷) قضیه رسیدگی نموده است

۶ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش

بورد حل منازعات مالیاتی وزارت مالیه در ربع چهارم سال (۱۴۰۴) هـ.ش به بیش از (۲۷) قضیه رسیدگی نموده است که اکثریت مالیه‌ دهندگان معترض از تصمیم‌های این بورد ابراز قناعت. . .

بازگشت به صفحه خبر