د هرات ګمرک د دخولي دروازې سړک د کانګرېټ اچوني چاري پیل سوې
![خبر](/sites/default/files/2023-10/kkkk.jpg)
د هرات ګمرک د دخولي دروازې سړک د کانګرېټ اچوني چاري د (۵.۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ګمرک د رئیس ښاغلي مولوي احمد حامد احمد له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پیل سوې.
یاد سړک (۷۲) متره اوږدوالی او (۲۷) متره پلنوالی لري، چي په جوړېدو سره به ئې له ګمرک څخه د وسایطو د وتلو پر مهال د موټروانانو شته ستونزي حل سي.
د یادوني وړ ده، چي د یادي پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چاري به ئې تر راتلونکو دوو میاشتو پوري بشپړي سي.