د ولایتي ګمرکونو د تهیې او خریدارۍ مدیرانو ته د تدارکاتو د پروسې په تړاو آنلاین روزنیز پروګرام ترسره سو!

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
.............

 

د بشري سرچینو ریاست، د تدارکاتو ریاست په همکارۍ د ولایتي ګمرکونو د تهیې او خریدارۍ مدیرانو ته آنلاین روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په دغه ناسته کي، چي د مالیې وزارت، اداري معینیت د کنفرانسونو په سالون کي جوړه سوې وه، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر، د تدارکاتو رئیس سید بشیراحمد او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل: لکه څنګه، چي په ادارو کي د ستونزو اصلي سرچینه د اصولو او قوانینو په اړه د کارکوونکو نه پوهاوی دئ، نو د مالیې وزارت مشرتابه د ظرفیتونو پر لوړولو او په مسلکي پوهې باندي ټینګار کړی؛ نو د بشري سرچینو ریاست کوښښ کوي، چي د آنلاین او حضوري روزنیزو پروګرامونو له لارې دغه تشه ډکه کړي. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چي له شته فرصتونو او امکاناتو څخه مثبته ګټه پورته کړي، خپل ظرفیتونه لوړ کړي او ورسپارل سوي دندي د دندو د لایحې او اصولو سره سم پرمخ یوسي.
د تدارکاتو رئیس سید بشیراحمد د تدارکاتو په پروسه کي د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړل او له ګډونوالو ئې وغوښتل، چي په ورسپارل سوو مسؤلیتونو کي جدي پاملرنه او له مراجعینو سره نېک چلند وکړي.
د ګمرکونو عملیاتي مرستیال مولوي نقیب الله عابد چي په دې ناسته کي ئې په آنلاین ډول ګډون کړی وو، د مالیې وزارت اړوندو ادارو د کارکوونکو ظرفیت لوړوني په موخه د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو له امله د بشري سرچینو له ریاست څخه مننه وکړه او له ګډونوالو ئې وغوښتل، چي له چمتو سوي پروګرام څخه په سمه توګه ګټه واخلي او هغه څه، چي زده کوي نورو ته ئې هم انتفال کړي؛ ترڅو کارونه په اصولي ډول پرمخ ولاړ سي.
د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به یوه اونۍ دوام وکړي، په هغه کي به ګډونوالو ته تدارکاتي پلان او پروسې، د آفرونو ارزونه، شرطپاڼې او قراردادونه تشریح او توضیح کړای سي.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۴:۴۵
Background image

هفته گذشته اموال قاچاقی در ولایات مختلف کشور ضبط گردید!


۱۳ جوزا ۱۴۰۴هـ.ش
کارمندان مراقبت سیار ریاست عمومی گمرکات وزارت مالیه هفته گذشته در ساحات مختلف ولایات نیمروز، قندهار و هلمند اموال قاچاقی را کشف و ضبط نموده، که قاچاقچیان می خواستند. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۳
Background image

در گمرک نیمروز از آتش سوزی جلوگیری صورت گرفت!


۱۲جوزا ۱۴۰۴هـ.ش
بر اثر رسیدگی به موقع کارمندان قطعه تنفیذی محافظت و عملیات خاص گمرک نیمروز و در نتیجه تلاش مؤثر تیم اطفایه، یک عراده موتر باربری کانتینری که به سبب شارتی برق آتش گرفته. . .

بازگشت به صفحه خبر