د عوایدو لوی ریاست په تړاو نویو مقرر سویو کارکوونکو ته ټولیز معلومات وړاندي سول!
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري نویو مقرر سویو کارکوونکو ته د دغه ریاست د ټولو اړوندو اړینو موضوعاتو په تړاو ټولیز معلومات وړاندي سول.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستيال عبدالولي نوري، د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس مولوي نداء محمد صدیقي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکمل او نویو ګمارل سويو کارکوونکو ګډون درلود .
په دغه غونډه کي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر له لوري ګډونوالو ته د عوايدو لوی رياست د اداري جوړښت، اهدافو، برېښنايي سيسټمونو، اسانتیاوو او نورو اړوندو موضوعات په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي سول.
د غونډي په وروستیو کي د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستيال نویو مقرر سویو کارکوونکو ته په اخلاص، مسلکي او دقيقه توګه د چارو د ترسره کولو سپارښتني هم وکړې.