تر فتحي مخکي د مالیاتي بررسیو ستونزي دي حل سي

ټول هغه بنسټونه (له بانکونو، مخابراتي او ټکنالوژي، امنیتي، هوايي، خدماتي، دولتي تصديو او شرکتونو پرته) چي د مالیاتي اصولو له مخه د بررسۍ وړ دي، هغوی ته دي اختیار ورکړل سي چي که څوک د فروشاتو له سرجمع څخه ٪(۰،۵) د امارت حساب ته جمع کوي او که کوم نهاد یا بنسټ پر دې نورم باندي راضي نه وي، نو بیا دي په عادي ډول خپله بررسي وکړي.
يادونه: په دې پرېکړه کي به تر فتحي مخکي ټولي د بررسۍ وړ دوسيې د اظهارليکونو د وړاندي کولو له نېټې څخه تر پنځو کلونو پوري د اعتبار وړ وي.
ميکانېزم: د بانکونو، مخابراتي او ټکنالوژي، امنیتي، هوايي، خدماتي، دولتي تصديو او شرکتونو بررسي دي د مخکينیو اصولو پر بنسټ په پخواني شکل سره ترسره سي او پاته نور شرکتونه بیا دوه انتخابه لري، یا دا چي د اظهارلیک د وړاندي کولو له نېټې څخه تر پنځو کلونو وروسته د هر کال د فروشاتو له سرجمع څخه چي د اصولو له مخه د بررسۍ وړ وي، (٪۰،۵) د امارت حساب ته ورکوي او يا هم په عادي ډول د پخوا په شان خپله بررسي کوي.
په دې اړه لاندېنی میکانېزم د تطبیق وړ دئ:
۱. د بررسۍ کولو په عوض د فروشاتو له سرجمع څخه د (٪۰،۵) اخيستل یوازي تر فتحي د مخه د بررسۍ وړ دوسيې شاملي دي، تر فتحي وروسته چي کومي بررسۍ کېږي، پر هغو باندي د (٪۰،۵) نورم نه تطبیقېږي؛ بلکي د هغو بررسي به د اصولو له مخه په عادي توگه ترسره کېږي.
۲. د جمهوریت د وخت بررسي په دې معنیٰ چي هره هغه دوسیه چي د بررسۍ تابع وي، د اظهارلیک تر وړاندي کولو وروسته پنځه کلونه ئې د بررسۍ وړ دي او همدا رنگه د دې حکم د صدور تر نېټې (۱۴۰۲/۲/۲۳) وړاندي پنځو کلونو پوري ټولي د جمهوریت د وخت دوسيې د دې حکم له مخه بررسۍ ته شاملېږي.
۳. تحلیل خطر او مالیاتي ادارې دي د دې حکم پر بنسټ ټولي د جمهوریت د وخت دوسیې چي د بررسۍ وړ وي، مشخصي او د بررسۍ په موخه دې د بررسۍ ادارې ته معرفي کړي او د بررسۍ اداره به مالیه ورکوونکي ته دوه اختیاره ورکوي، چي د (٪۰،۵) نورم تطبیقوي او که یا په عادي ډول بررسي کول غواړي.
۴. ټولو شرکتونو او ټولو مالیه ورکوونکو ته چي مخکينۍ دوسيې ئې د بررسۍ وړ وي، د بررسۍ لپاره که چيرې بنسټ د نوي نورم (٪۰،۵) مطابق د فروشاتو له سرجمع څخه پیسې د امارت حساب ته تحویلوي؛ نو د بررسۍ اداره به د TAIS، SIGTAS، AFMIS او ASYCUDA سیسټمونو راپورونو او بانکي حسابونو تر چک کولو وروسته د نهاد فروشات تثبیتوي او له مجموعي فروشاتو څخه به ئې (٪۰،۵) وضع کوي، چي د بانکي حساب یا Bank Statement د چک کېدو لپاره به ان ‌شاءالله وړاندیز وسي او په عمومي ډول د ټولو حسابونو د چک لپاره به یو عمومي حکم واخستل سي، خو د حکم تر اخیستلو پوري بررسان بايد د خپلي بررسۍ چاري معطل نه کړي. همدا رنگه که چيري د سیسټمونو د چک په پایله کي د فروشاتو په سرجمع کي ډېروالی راسي، نو له ډېروالي څخه ئې انتفاعي مالیه نه اخيستل کېږي، صرف د تثبیت سوو فروشاتو له سرجمع څخه (٪۰،۵) اخيستل کېږي.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق