د مالیې وزارت سرپرست د مصدر شرکت له مسؤلینو سره وکتل

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۱۷ مه نېټه په دوبۍ ښار کې د مصدر شرکت له مسؤلینو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو، په افغانستان کې د شته نوې کېدونکي انرژۍ په وړتیا، د انرژۍ تولید او پراختیا په برخو کې د افغانستان حکومت په راتلونکو پلانونو او په دې برخه کې په پانګونه او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

د یادونې وړده، چې مصدر د عربي متحده اماراتو د انرژۍ سرکت دی او په دې نامه پېژندل کېږي او د نویو انرژیو د تولید، لمریزې او بادي انرژۍ، لمریزو سټېشنونو د مدیریت او نورو اړوندو برخو کې فعالیت ترسره کوي.