د مالياتي محاسبينو خبرتیا

admin_mof

د مالياتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمې (۳۳) مادې له مخه ټول مالیاتي محاسبین چې مالیه ورکوونکيو ته په مالیاتي چارو کې د مالیاتي مشورو، د مالیاتي اسنادو د چمتو کولو، د محاسبې اړوند او نور مالیاتي خدمتونه وړاندې کوي، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره ثبت او بايد د مالیاتي محاسبینو جواز ولري.

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست په پام کې لري چې د مالیاتي محاسبینو د ثبت او هغوی ته د جواز د ورکړې د څلورمې دورې پروسه پیل کړي.

په همدې موخه هغه کسان چې د لاندېنيو شرطونو لرونکي وي، د ۱۴۰۱ لمريز کال د وري مياشتې له پېنځه ويشتمې (۲۵) نېټې څخه د غويي مياشتې تر درويشتمې (۲۳) نېټې پورې د گمرکونو او عوایدو معینیت کې د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو ریاست د مالیاتي محاسبینو لوی مدیریت ته دې مراجعه وکړي او غوښتنلیک دې تر لاسه کړي.

د مالیاتي محاسبینو د ثبت شرایط

(۱) د مالیاتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمې (۳۳) مادې پر لومړۍ فقرې سربېره لاندېني شرایط باید د مالیاتي محاسب د ثبت له پاره په پام کې ونیول شي:

 شخص باید په قانوني امورو مکلف وي؛

 په اقتصاد، محاسبې، ACCA، حقوق، اداره او تجارت کې د اسنادو په کتو حد اقل د لېسانس تر کچې د لوړو زده‌کړو درلودونکی وي.

 د دولت رسمي او برحال اداري کارمند نه وي.

 د محکمې له خوا د مجرم په توگه پېژندل شوی نه وي.

 شخص به بل شخصي شرکت نه لري، ځکه د منافعو د تضاد مخنیوی وشي.

(۲) د مالیاتي مشورتي شرکت مسئولین که پر پورتنيو شرطونو برابر وي، د دې طرزالعمل په رڼا کې د جواز مستحق دي او هم نور مالیاتي محاسبین په خپل دفتر کې استخدامولی شي.

د ازموینې پوښتنې

(۱) مالیاتي قوانین، پر عایداتو باندې د مالیاتو لارښودونه، د مالیاتي چارو اداري لارښود او همدارنگه مالیاتي مقررات، طرزالعملونه او عمومي حکمونه

(۲) د محاسبې اساسي اصول

(۳) سوداگریزه محاسبه

(۴) مدیریتي حسابداري

(۵) مالي حسابداري

(۶) د پانگونې او شرکتونو قانون، سوداگریز قوانین او نور مالي قوانین

پر شرایطو برابر کسان له پورتنۍ مرجع څخه د غوښتنلیک فورمه تر لاسه کولی شي او تر ډکولو وروسته د تحصیلي اسنادو او د تذکرې له کاپيو سره دې یو ځای بېرته اړوندې مرجع ته وسپاري او یا يې په برېښنايي ډول لاندېنيو برېښليکونو ته واستوي.

یادونه: که څوک په برېښنايي توگه نوملیکنه کوي، نو د لاندېني لېنک له لارې دې خپله نوملیکنه وکړي.

د غوښتنليک فورمه (پښتو)

د غوښتنليک فورمه (دري)

د لازیاتو معلوماتو له پاره په لاندېنيو شمېرو او برېښليکونو سره اړيکه ټينگولی شئ.

د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۰۰۵ – ۰۲۰۲۹۲۴۹۱۵

برېښليکونه: obaid.arabzai@mof.gov.af / ebad.darman@mof.gov.af

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

بازگشت به اطلاعیه ها