د مالياتي محاسبينو خبرتیا

admin_mof

د مالياتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمې (۳۳) مادې له مخي، ټول مالیاتي محاسبین چي مالیه ورکوونکو ته په مالیاتي چارو کي د مالیاتي مشورو، د مالیاتي اسنادو د چمتو کولو، د محاسبې اړوند  او نور مالیاتي خدمتونه وړاندي کوي، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره ثبت او بايد د مالیاتي محاسبینو جواز ولري.

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست په پام کي لري چي د مالیاتي محاسبینو د ثبت او هغوی ته د جواز د ورکړې د څلرمي دورې پروسه پیل کړي.

په همدې موخه هغه کسان چې د لاندنيو شرطونو لرونکي وي، د( ۱۴۰۱) لمريز کال د وري مياشتې له (۲۵) نیټې څخه د غويي مياشتې تر (۲۳) نیټې پورې د گمرکونو او عوایدو معینیت کې د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو ریاست د مالیاتي محاسبینو لوی مدیریت ته دې مراجعه وکړي او غوښتنلیک دي تر لاسه کړي.

د مالیاتي محاسبینو د ثبت شرایط

(۱) د مالیاتي چارو ادارې قانون د ۳۳ مادې اولي فقرې سربېره، لاندې شرایط باید د مالیاتي محاسب د ثبت لپاره په نظر کې ونیول سي:

  • شخص باید په قانوني امورو مکلف وي؛
  • په اقتصاد، محاسبه، ACCA ، حقوق، اداره او تجارت کي د اسنادو په کتو حد اقل د لیسانس ترکچي د لوړو زده کړو در لودونکی وي.
  •  د دولت رسمي او برحال اداري کارمند نه وي.
  • د محکمې لخوا د مجرم په توګه نه وي پېژندل سوئ.
  • شخص به بل شخصي شرکت نه لري، ترڅو د منافعو د تضاد مخنیوی سوی وي.

(۲) د مالیاتي مشورتي شرکت مسئولین که په پورته شرطونو برابروي، د دې طرزالعمل په رڼا کي د جواز مستحق دي او هم کولای سي، چي نور مالیاتي محاسبین هم په خپل دفتر کي استخدام کړي.

د آزمویني پوښتني

۱- مالیاتي قوانین، پر عایداتو د مالیاتو لارښودونه، د مالیاتي چارو اداري لارښوود، او همدارنګه مالیاتي مقررات، طرزالعملونه او عمومي حکمونه.

۲- د محاسبې اساسي اصول.

۳- سوداګریزه محاسبه.

۴- مدیریتي حسابداري.

۵-  مالي حسابداري.

۶- د پانګوني او شرکتونو قانون، سوداګریز قوانین او نور مالي قوانین.

پر شرایطو برابر کسان کولای سي، چي له پورته مرجع څخه د غوښتنلیک فورمه تر لاسه کړي او تر ډکولو وروسته د تحصیلي اسنادو او د تذکرې له کاپيو سره یو ځای بېرته اړوندي مرجع ته وسپاري او یا ئې په برېښنايي ډول لاندي برېښنايي ادرسونه ته واستوي.  

یادونه: که څوک په برېښنايي توګه نوم لیکنه کوي، نو د لاندي لینګ لا لاري دي خپله نوم لیکنه وکړي.

لینک(وروسته شېر کېږي)

د لا زیاتو معلوماتو له پاره په لاندېنيو شمېرو او برېښنليکونو سره اړيکه ټينگولی شئ.

د اړیکو شمېرې:    ۰۲۰۲۹۲۴۲۰۰۵     -   ۰۲۰۲۹۲۴۹۱۵

برېښليک: obaid.arabzai@mof.gov.af .  ebad.darman@mof.gov.af

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

بازگشت به اطلاعیه ها