د غيرانتفاعي سازمانونو د مالياتي معافيت په اړه خبرتیا
د عوايدو د حقوقي خدمتونو رياست د مالياتي معافيتونو آمريت د هېواد په (پلازمېنې کابل او ولایتونو) کي ټولو کورنيو او نړيوالو غيرانتفاعي سازمانونو ته په درنښت سره خبر ورکوي، چي د ابتدایي تحقق د تر لاسه کولو لپاره دي لومړی د مالياتي معافيت طرزالعمل تر لاسه کړي او د مالياتي معافيت له طرزالعمل پرته ئې د ابتدايي تحقق کارونه په مالياتي ادارو کي نه ترسره کېږي.
په همدې موخه هغه غيرانتفاعي سازمانونه چي مالياتي معافيت طرزالعمل تر لاسه کول غواړي، نو په مهربانۍ سره دي د عوايدو د حقوقي خدمتونو رياست نوي ډيزاين سوي فورمه دي له دغه لينک:
https://ard.gov.af/file_
څخه ښکته کړي او د فورمې تر ډکېدلو وروسته دي د عوايدو د حقوقي خدمتونو رياست اړوند د مالياتي معافيتونو آمريت ته د وروستيو کړنو په موخه مراجعه وکړي.
زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی