د ۴ دولتي جایدادونو د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست د کابل ولایت په مرکز کي (۴) دولتي جایدادونه په مختلفو سیمو کي په بیلابیل ډول د داوطلبۍ لاري اعلان ته سپاري.
1. د کابل ولایت ۸ ناحیه اړوند د کارت نو سرتپې سره یو باب نانوایي او یو باب خوراکه فروشي دوکان چي (۶۴،۷۸۵) متره مربع مساحت لري.
2. د کابل ولایت ۱۶ ناحیه اړوند د نساجي بګرامي فابریکي په داخل کي (۶۰۰۰) متره مربع په مساحت سپینه خمکه.
3. کابل ولایت ۱۶ ناحیه اړوند د نساجي بګرامي فابریکي په داخل کي یو باب هنګر چي (۱۴۸۷،۲۲) متره مربع مساحت لري.
4. د کابل ولایت ۱۶ ناحیه اړوند د زړو مکرویانو سره (۳۰۰) متره مربع په مساحت سره ځمکه او یو باب کانټین چي (۲۸) متره مربع مساحت لري .
5. ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص چي غواړي نوموړی ملکیتونه په کرایه ونیسي کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان د نشر له نیټې څخه د (۱۴) ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد شوي ملیکت شرطپاڼه (۲۰۰۰) افغانۍ په بدل کي تر لاسه کړي.